د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جیان د اکتوبر په یوولسمې نېټې وويل، چې ټاکل شوې، د افغانستان په اړه د شلو هېوادونو ډلې (G20) د مشرانو ویډیویي غونډه به د روانې میاشتې په دوولسمې د دې ډلې د رئیسه هېواد ایټالیا په کوربه توب ترسره شي او د چین د دولت رئیس شي جین پینګ ځانګړی استازی، د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به پکې ګډون وکړي.