شي جين پينګ د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې سترې غونډې په سرمشريزه کې ګډون وکړ
cri2021-10-12 15:07:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۲مې نېټې په ماسپيښين د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې سترې غونډې په سرمشريزه کې انلاين ګډون وکړ او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې په اشارې وويل، چين د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ په برخه کې اغېزمن برياليتوبونه رامنځته کړي دي، په يون نان ولايت کې د پيلانو د کوچېدو له جريان څخه څرګندېږي، چې د وحشي ژويو د ساتنې په اړه د چين اقدامات اغېزمن او بريالي دي. چين به د ايکولوژيکي مدنيت ابادۍ ته دوام ورکړي، د نوښت د هڅونې، همغږۍ، د چاپيريال د ساتنې او ورخلاصون پر بنسټ به نوې انکشافي کړنلارې غوره کړي او يو لا ښکلی هېواد به جوړ کړي.

نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې کرونا وبا د نړۍ پر پرمختګ منفي اغېزې کړی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو بهير يې له زیاتو ننګونو سره مخ کړی دی. پرمختيايي هېوادونه د اقتصادي ودې او د چاپيريال ساتنې له دوو مهمو دندو سره مخ دي او پدې برخو کې تر نورو زياتو مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري. موږ بايد يوموټی شوو، د ستونزو د هوارې لپاره بايد ګډې هڅې وکړو، د پرمختګ او ښه چاپيريال له ګټو څخه بايد زيات خلک برخمن او د ګډ پرمختګ لپاره بايد ځمکنۍ کره اباده کړو.

نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې موږ اوس په يوې داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې هم له ننګونو او هم له هيلو څخه ډکه ده. که د پرمختګ خپل ګامونه شا ته نه کړو، نو راتلونکی به مو له زياتو هيلو څخه ډک وي. موږ بايد د خپل ګډ راتلونکي لپاره يووالی وساتو او د انسانانو د باکيفيته پرمختګ نوې مرحله بايد پيل کړو. د دې موخې لپاره مونږ ته په کار دي، چې له طبيعت سره خپلې اړيکې همغږي کړو، شين پرمختګ ته د لومړيتوب په ورکول سره دې د نړۍ دواملرونکي پرمختګ وهڅوو، د خلکو ګټو ته دې پاملرنه ورکړو او د ټولنې عدالت دې په نظر کې وساتو، نړیوال قانون دې مراعات او نړیوال اداري سيستم دې برابر کړو.

 
 
 

(شکريه)