د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته (۲)
CRI2021-10-12 14:37:49
شريکول:

 ځينو لويديځو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د جعلي معلوماتو او درواغو په خپرولو سره د شينجيانګ مسئلې په تړاو پر چين بې بسنټه تورونه لګولي او د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسونه کړې ده.

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د اکتوبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د شينجيانګ مسئلې په اړه مطبوعاتي ناسته تر سره کړه. د شينجيانګ د خلکو استازو په انلاين ډول د دغې ناستې له ګډونوالو سره خپلې تجربې شريکې کړي او د شينجيانګ په اړه يې د چين ضد امريکايي او لويديځو کړيو ناوړې نظريې رد کړې.

د چين ضد د امريکا او لويديځو هېوادونو ځينو کړيو په شينجيانګ کې د اجباري کار د شته والي په پلمه د شيجيانګ د پنبو پر صنعت بنديزونه لګولي دي. د شينجيانګ د اقسو د پنبې کروندګر امير سميع په انلاين ډول په دغه مطبوعاتي ناسته کې د شينجيانګ د پنبو د راټولولو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، چې ماشينونه د پنبو راټولولو لګښت او وخت سپماولی شي او ماشين يوازې په يوه ورځ کې له ۴۰۰ زرو متره مربع کروندې پنبه راټولوی شي.