شي جين پينګ: راځئ د انسانانو د باکيفيته پرمختګ نوې مرحله پيل کړو
cri2021-10-12 15:47:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين په انلاين ډول د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو ۱۵مې سترې غونډې په سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې موږ اوس په يوې داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې هم له ننګونو او هم له هيلو څخه ډکه ده. که د پرمختګ خپل ګامونه شا ته نه کړو، نو راتلونکی به مو له زياتو هيلو څخه ډک وي. موږ بايد د خپل ګډ راتلونکي لپاره يووالی وساتو او د انسانانو د باکيفيته پرمختګ نوې مرحله بايد پيل کړو. د دې موخې لپاره مونږ ته په کار دي، چې له طبيعت سره خپلې اړيکې همغږي کړو، شين پرمختګ ته د لومړيتوب په ورکول سره دې د نړۍ دواملرونکي پرمختګ وهڅوو، د خلکو ګټو ته دې پاملرنه ورکړو او د ټولنې عدالت دې په نظر کې وساتو، نړیوال قانون دې مراعات او نړیوال اداري سيستم دې برابر کړو.