ګوټريس: نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اقتصاد وژغوري
CRI2021-10-12 14:14:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په واقعي کړنو دې د افغانستان اقتصاد د سقوط مخنيوی وکړي.

ګوټريس څرګنده کړه چې م.م اوس افغانستان ته د بشري مرستو په برابرولو بوخت دي. طالبان د بشري مرستو د ننوتلو اجازه او امنيتي تضمين ورکوي. نړيواله ټولنه بايد سمدستي د افغانستان اقتصاد د سقوط د مخنيوي په پار واقعي کړنې وکړي. افغانستان اوس په يوه کليدي موده کې دی، که اغېزمن اقدمات تر سره نه شي، دغه هېواد او حتی ټوله نړۍ به يې بيه پرې کړي. 

( سپوږمۍ)