چين د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ په برخه کې اغېزمن برياليتوبونه رامنځته کړي
cri2021-10-12 15:12:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۲مې نېټې په ماسپيښين د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵مې سترې غونډې په سرمشريزه کې انلاين ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې په اشارې وويل، چين د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ په برخه کې اغېزمن برياليتوبونه رامنځته کړي دي، په يون نان ولايت کې د پيلانو د کوچېدو له جريان څخه څرګندېږي، چې د وحشي ژويو د ساتنې په اړه د چين اقدامات اغېزمن او بريالي دي. چين به د ايکولوژيکي مدنيت ابادۍ ته دوام ورکړي، د نوښت د هڅونې، همغږۍ، د چاپيريال د ساتنې او ورخلاصون پر بنسټ به نوې انکشافي کړنلارې غوره کړي او يو لا ښکلی هېواد به جوړ کړي. (شکريه)