د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د پياوړتيا د تدبيرونو کنفرانس د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو شپږمه غونډه به تر سره شي
CRI2021-10-12 14:14:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د پياوړتيا د تدبيرونو کنفرانس د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو په شپږمه ويډيويي غونډه کې ګډون وکړي.

جاو لي جيان ياد کنفرانس د سیمه ييز امنيت د ساتنې لپاره د ډيالوګ او همکاريو مهم ميکانيزم وباله او هيله يې وښوده، چې بېلابېلې خواوې د دې کنفرانس له لارې خپلمنځي ډيالوګونه زيات کړي، د امنيت ساتنې په پار دوامدارې همکارۍ وکړي، په سيمې کې شته ستونزې په ګډه حل او څواړخيزتوب پلی کړي، د ټولنې او اقتصاد پرمختګ اعاده کړي، د سيمه ييز امنيت د ساتنې او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره يوې ګډې موافقې ته ورسېږي او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړنې لپاره ډېر خدمتونه وکړي.