د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په يمن کې هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې ۱۵۶ حوثي وسله وال وژل شوي
cri2021-10-12 12:43:06
شريکول:


د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په يوې بیانيې کې ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د يمن په مرکزي ماريب (Marib) ولايت کې پر وسله والو حوثيانو ۳۳ هوايي بريدونه کړي او ۱۵۶ حوثيان يې وژلي دي.
بیانيه زياتوي، چې د سعودي په مشرۍ د اييتلافي ځواکونو دغه بريدونه د يمن د مرکزي ولايت په ابديا سيمه کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې د حوثي ډلې ۸ موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
په يادې سيمې کې اوس د یمن د حکومتي ځواکونو او حوثيانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. (شکريه)