په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۷۳۸۳۷۱۱ ته رسېدلی دی
CRI2021-10-12 14:13:23
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۷۳۸۳۷۱۱ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۲۳۶۶۲۹ زيات شوی دی او د مړه شويو کسانو شمېر ۴۸۴۲۷۱۶ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۳۳۰۲ زيات شوی دی. 

( سپوږمۍ)