ايران له سعودي عربستان سره د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو چارو په اړه خبرې اترې کړي
CRI2021-10-12 14:43:39
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اکتوبر په يوولسمه نېټه وويل، چې د ايران او سعودي عربستان استازو د عراق په پلازمينې بغداد کې د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو چارو په اړه د څلورو پړاوونو خبرې اترې کړي دي. د معلوماتو له مخې، د دغو خبرو اترو محتوا د خليج او يم پر مسئلو ته ورټوله وه.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ايران او سعودي عربستان په شمول د خلېج سيمې د مختلفو خواوو ترمنځ خبرې اترې د دې سيمې د سولې او مثبت لپاره ډېر مهم ارزښت لري. هغه هيله وښودله، چې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې د سيمه ييزې سولې او ثبات په ساتلو کې ګټور رول ولوبوي.

هغه زياته کړه، چې د يمن برخليک بايد د يمانيانو له خوا وټاکل شي او سعودي عربستان بايد په دغه هېواد کې له جګړې څخه لاس واخلي او پر دغه هېواد لګيدلي بنديزونه دې ليري کړي.