شي جين پينګ: راځئ د ګډ پرمختګ لپاره ځمکنۍ کره اباده کړو
CRI2021-10-12 15:42:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۲ مې نېټې په ماسپښين په انلاين ډول د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک  کوونکو هېوادونو ۱۵مې سترې غونډې په سرمشريزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې کرونا وبا د نړۍ پر پرمختګ منفي اغېزې کړی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو بهير يې له زیاتو ننګونو سره مخ کړی دی. پرمختيايي هېوادونه د اقتصادي ودې او د چاپيريال ساتنې له دوو مهمو دندو سره مخ دي او پدې برخو کې تر نورو زياتو مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري. موږ بايد يوموټی شوو، د ستونزو د هوارې لپاره بايد ګډې هڅې وکړو، د پرمختګ او ښه چاپيريال له ګټو څخه بايد زيات خلک برخمن او د ګډ پرمختګ لپاره بايد ځمکنۍ کره اباده کړو.