د بشري حقونو تش په نوم ساتونکي بايد خپلې تېروتنې سمې کړي
cri2021-10-12 15:27:35
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸مه غونډه څو ورځې مخکې پای ته ورسېده. دغې غونډې نږدې یوه میاشت دوام درلود او په بهير کې يې، ډېرو هيوادونو د بشري حقونو په برخه کې د امريکا، بريتانيا، کاناډا او اسټراليا په شمول د ځينو هېوادونو بدې کړنې او بې ځایه هلې ځلې تر سختو نيوکو لاندې راوستې.

د دې غونډې په وروستۍ ورځ ((پر بشري حقونو د استعمار د پاتې ستونزو بدې اغېزې)) په نوم پرېکړه خپره شوه، چې د چين لخوا وړاندې شوې وه.

داسې ښکاري، چې نړيوالې ټولنې د بشري حقونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو جعلي بڼه ښه پېژندلې او د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د دوی د لاسوهنې بدنيت يې په ډاګه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بېلا بېلو خواوو د بشري حقونو د رغندنه ډیالوګ او همکارۍ صحنه بلل کيږي، خو ځیني لوېديځ هېوادونه غواړي، له دې فرصته ګټه واخلي او د خپلو سياسي موخو لپاره يې وکاروي. دوی څو ځلې د دغې شورا په ناستو کې د چين پر شينجيانګ او هانکانګ بې ځایه تورونه لګولي دي؛ خو درواغ په واقعیتونو نه شي بدلیدلی او حقيقتونه به هرومرو برملا کيږي. د بشري حقونو شورا په یاده غونډه کې نږدې سلو هېوادونو د ګډو يا جلاوو ويناوو او ګډ پيغام له لارې له چين څخه ملاتړ څرګند کړی او پر دې یې ټينګار کړی، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او د هېچا لاسوهنې ته پکې اړتيا نه ليدل کيږي. د دغو هېوادونو له څرګندونو ښکاري، چې نړيواله ټولنه د بشري حقونو په پلمه د بدنیت د عملي کوونکو له هلو ځلو سره کلک مخالفت کوي.

د چین حکومت څو ورځې مخکې د بشري حقونو د تضمين ملي پلان(2016-2020) د تطبيق ارزونې راپور خپور کړ، چې له مخې يې ۱۶۸ ټاکل شوې موخې او پروژې ټولې بشپړې شوي او په دې جمله کې ځیني کارونه او پروژې له ټاکلي وخت مخکې ډېر ښه ترسره شوي دي. دا په چين کې د خلکو د بشري حقونو د ضمانت یو ستر بريالیتوب بلل کيږي.

د ساري په توګه، د چین حکومت په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي او د ليدو وړ بريالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د شينجيانګ ځایي وګړي اوس په ثابته او ښه توګه کار او ژوند کوي.

د یادې غونډې په څنډه کې یوه فرعي مباحثوي ناسته هم ترسره شوه. په دغې ناستې کې د بريتانيا مشهور سياسي کارپوه کارلوس مارتنيز او په پاکستان کې د چیني الاصله ځوانانو ټولنې استازې مريا زیب په خپلو ويناوو کې وويل، چې دوی په وروستیو کلونو کې شينجيانګ ته سفر کړی، خو د قومي کلتور د له منځه وړلو او يا مذهبي بنديزونو په هکله يې هېڅ داسې حالات نه دي ليدلي، چې په ځينو رسنيو کې خپريږي. په شینجیانګ کې د بشري حقونو ستونزه د امريکا لخوا طرحه شوې او موخه يې د چين د پرمختګ مخنیوی دی. له دې څخه ښکاري، چې نړيواله ټولنه د لوېديځو هېوادونو پر درواغو او پروپاګنډ باور نه لري.

په ياده غونډه کې ګڼ شمېر هېوادونو له چين څخه ملاتړ څرګند کړی، مهم لامل يې دا دی، چې دوی د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لوېديځو هېوادونو له لاسوهنې سره او د دغو لوېديځو هېوادونو په کور دننه کې د بشري حقونو له خرابو حالاتو سره کلک مخالفت کوي. د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو په تاريخ کې د غلامانو قاچاق، استعمار، پر نورو د تېري کولو او د نژادي تبعیض په شمول ځينو برخو کې ډېرې خرابې کړنې ترسره کړې دي. د چين استازي په دغه غونډه کې له ځينو هېوادونو سره يو ځای د لوېديځو هېوادونو د بشري حقونو مسئلې په هکله ګډه وينا وکړه او د دوی یو لړ  بدې کړنې او هلې ځلې يې په ډاګه کړې.

چين د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې يوه اغېزمنه لاره پيدا کړې، چې د خپل هېواد له حالاتو سره يې سمون لري، هغه لوېديځ هېوادونه چې له خپلو تېروتنو سره سره، تل پر نورو بې ځایه تورونه لګوي، بايد خپلې تېروتنې سمې کړي.