د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه د جي شل هېوادونو ځانګړې سرمشريزه د اکتوبر په ۱۲مه نېته په انلاين ډول تر سره شوه.
د جي شل هېوادونو نوبتي رئيس د ايتاليا صدر اعظم ماريو دراګي د دغې غونډې مشري کوله او د جي شل هېوادونو د غړو او مېلمنو هېوادونو مشرانو، استازيو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و.
د ايتاليا صدر اعظم ماريو دراګي تر سرمشريزې وروسته په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې افغانستان اوس مخ په سختېدونکي بشري بحران سره مخامخ دی. جي شل هېوادونه د افغانستان حالاتو د ژر ثابتولو او د اړوندو مسئلو د حل دنده او وظيفه لري. په دغه سرمشريزه کې افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو او د نړيوالو ترهګرو بټنځايونو او ځالو د بيا رامنځته کېدو پر مخنيوي بحث وشو.
د دې تر څنګ د افغان کډوالو، بشري حقونو او جنسيتي برابرۍ مسئلې او دغه راز د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه هم په ياده سرمشريزه کې ياد شول. د غونډې برخه وال افغانستان کې له بشري بحران سره د مقابلې په اړه موافقې ته رسېدلې دي.
( سپوږمۍ)