شي جين پينګ زړو کسانو ته ډېر درناوی لري
cri2021-10-13 15:12:19
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ د نهمې مياشتې ۹مه نېټه په چين کې د عمرخوړلو یا زړو کسانو له ورځې سره برابره ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ زړو کسانو ته ډېره پاملرنه کوي او د پالنې په برخه کې يې يوه بېلګه جوړه کړې ده. نوموړي هيله ښودلې، چې ټول زاړه کسان نيکمرغه او ښه ژوند وکړي.

د رئيس شي جين پينګ د کورنۍ غړو د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په پنځلسمه نېټه، د ده د پلار شي جونګ شون د زوکړې ورځ لمانځله او يوه مېلمستيا يې جوړه کړې وه، خو شي جين پينګ ونشو کولی، چې په يادې مېلمستيا کې برخه واخلي، ځکه هغه مهال نوموړی ډېر بوخت و. هغه په همدې ورځ خپل پلار ته لیک ولېږه او ورته ليکلي يې وو، چې ګرانه پلارجانه! تاسو نه مې ډېره تجربه ترلاسه کړې.

که څه هم د نوموړي کارونه ډېر دي او په چارو کې ډېر بوخت دی، خو که وخت پيدا کړي، نو له خپلې مور سره ګام وهي.

نوموړی وايي، چې په چيني ټولنې کې د عمرخوړلو یا زړو کسانو شمېر ډېر دی او هيله يې ښودلې، چې دوی نيکمرغه ژوند او ښه عمر ولري.