په قزاقستان کې د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د پياوړتيا د تدبيرونو کنفرانس د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۶مه غونډه تر سره شوه
cri2021-10-13 11:17:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا د متقابلو همکاريو او باور د پياوړتيا د تدبيرونو کنفرانس د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۶مه غونډه چې مطلب يې دي، (د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د اسيا امنيت او دوامدار پرمختګ)، د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د قزاقستان په پلازمينې نورسلطان کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د دې سازمان د ۴۰ غړو هېوادونو او څارونکو هېوادونو استازو ګډون کړی و. برخوالو د سيمه ييزو امنيتي حالاتو، د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د اقتصادي پرمختګ، له امنيتي خطرونو سره د مقاومت او د اړوندو اقداماتو د پلي کولو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه، چې د دې سازمان غړي هېوادونه به د سولې، همکارۍ، امنيت او پرمختګ د هڅولو، د م.م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د ژر پلې کولو، د م.م منشور او نړيوالو قوانينو او اصولو د ساتلو، د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا، له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې او په دې برخه کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د ملاتړ لپاره لا اغېزمنې چارې تر سره کړي او خپل رول به ولوبوي. (شکريه)