نړیوال پولي صندوق د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د نړيوال اقتصاد د راتولنکي ليد په اړه يو تازه راپور خپور کړی دی. ياد صندوق په دې راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۱م کال کې به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ۵.۹ سلنه ته ټيټ شي، دا شمېر په تېرې جولای کې د همدې صندوق لخوا د اعلان شوې وړاندوينې په پرتله ۰.۱ سلنه ټيټوالی ښيي.