چين په نړۍ کې د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه کوي
cri2021-10-13 11:11:58
شريکول:

د بيولوژيکي تنوع ساتنه د ګردې کرې د ساتنې او د انسانانو د دوامدار پرمختګ لپاره ګټوره ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه  د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې په سرمشريزه کې انلاين ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپلې وينا کې په سیستماتیک ډول يو لړ مهمې مسئلې تشریح کړې.

ځمکنۍ کره باید څنګه جوړه شي او چین باید څه وکړي، چې په کرې کې د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو لپاره لارښوونکی رول ولوبوي؟

چين په دغو برخو کې خپله ځېرکتيا او ځواک ښودلی او د لوی هېواد په توګه يې خپل مسؤلیت ادا کړی دی.

بيولوژيکي تنوع د انسانانو د ژوند او پرمختګ اساس دی، خو اوسمهال د ځمکنۍ کرې ايکولوژيکي سیستم له زياتېدونکو خطرونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو اړوند راپورونه په ګوته کوي، چې بيولوژيکي تنوع په بې ساري ډول په ختمېدو ده او وخت یې ډېر لږ دی. د ټولو لپاره، دا يوه عاجله او اړينه پوښتنه ده، چې په ځمکنۍ کرې کې د ګډ ژوند کوم ډول ټولنه جوړه شي؟.

نړۍ د ملګرو ملتونو د ایکولوژیک تمدن په لومړنۍ نړیواله غونډه کې، د چین اواز واوریده، چې له مخې يې په ځمکنۍ کرې کې بايد یو داسې کور جوړ شي، چې انسانان او طبیعت پکې په همغږۍ ژوند وکړي، اقتصاد او چاپیریال یوځای پکې پرمخ لاړ شي او د نړۍ ټول هېوادونه پکې ګډه وده وکړي. رئيس شي د دغو موخو د پوره کېدو لپاره څو ټکو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه بايد د ایکولوژیک تمدن د ابادۍ لپاره د انسانانو او طبیعت اړيکې همغږۍ کړي، د زرغون بدلون له ځواک څخه بايد استفاده وکړي، څو نړیوال دوامدار پرمختګ وموندل شي، د خلکو ګټې او عدالت بايد په پام کې وساتي او د نړیوالو قوانينو پر اساس د عادلانه او مناسبې نړیوالې حکومتوالۍ سیستم بايد پرمخ بوزي.

د رئيس شي جين پينګ دغو ۴ وړانديزونو کې دواړه موخې، میتودونه او مقررات جوت دي او دا د چين تجربې او نړۍ ته د دغه هيواد وړاندې شوې ځيرکتيا ده، چې په ځمکنۍ کرې کې د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو لپاره يې لاره هواره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې رئيس شي جينګ پينګ څه موده مخکې په يون نان ولايت کې د پيلانو د کوچېدو کېسه وويله. دا په چین کې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په برخه کې د ګټورو لاسته راوړنو یوه نمونه ده.

په چين کې د بيولوژيکي تنوع ساتنه ملي ستراتيژي ګرځېدلې ده. په تېره لسیزه کې، د چین د ځنګلونو پراخوالی له ۷۰ ميلیونو هکتارو څخه زيات ښودل شوی او دا په نړۍ کې لومړی مقام نيسي.

د بریتانیا نېچر مجلې ويلي، چې چین د اقتصادي پراختیا توازون او د ايکولوژيک سیستم  کنټرول کې بډایه تجربې لري او د نړۍ د بيولوژيکي تنوع ساتنې ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

چین د نړیوالې بيولوژيکي تنوع ساتنې ته وده ورکړې او غوره کړنې يې ترسره کړې دي. رئيس شي جين پینګ په ياده غونډه کې اعلان وکړ، چې چین به په پرمختیایي هېوادونو کې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې د ملاتړ لپاره يو ميليارډ او ۵۰۰ ميليونو يوانه ولګوي او دغه پیسې به د کونمینګ بيولوژيکي تنوع صندوق ته ورکړي، چې اوس نوی تاسيس شوی دی.

د م.م د بيولوژيکي تنوع تړون د دارالانشاء اجرایوي منشۍ الیزابیت موریما وويل، چې په تېرو څو لسیزو کې د چین لخوا ترسره شوې چارې، د نوي بدلون استازيتوب کوي.