د کوپ ۱۵مه غونډه: راځئ، د ځمکنۍ کرې د ژونديو موجوداتو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو
CRI2021-10-14 13:06:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون (کوپ،COP) د امضا کوونکو ۱۵مه غونډه د اکتوبر په يوولسمه نېټه د چين په کوربه توب د دغه هېواد د يون نان ولايت په کونمينګ ښار کې پرانيستل شوه او څلور ورځې به دوام ولري.

ياد تړون په ۱۹۹۳م کال کې په رسمي ډول نافذ شوی او تر اوسه ۱۹۶ هېوادونو امضا کړی او د طبيعي چاپيريال او بيولوژيکي تنوع د ساتلو په پار، هرو دوو کلونو کې يو ځل غونډه ترسره کوي.

د کوپ سږنۍ غونډه (( راځئ، د ځمکنۍ کرې د ژونديو موجوداتو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو))  اوس د چين په کونمينګ ښار کې روانه ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سږنۍ غونډې ته په وينا کې وويل، چې چين به په کونمينګ ښار کې د بيولوژيکي تنوع صندوق جوړ کړي او يو ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه يوانه (کابو ۲۳۳ ميليونه ډالره) به ورکړي او دغه صندوق به په راتلونکې کې له پرمختيايي هېوادونو سره د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په چارو کې مرستې وکړي.

نوموړي هيله وښودله، چې بېلابېلې خواوې دغه صندوق ته بسپنې ورکړي. شي جين پينګ وويل، چې کرونا وبا د نړۍ پر پرمختګ بدې اغېزې کړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو بهير يې له زياتو ننګونو سره مخ کړی دی. پرمختيايي هېوادونه د اقتصادي ودې او د چاپيريال ساتنې له دوو مهمو دندو سره مخ دي او پدې برخو کې تر نورو زياتو مرستو او ملاتړ ته اړتيا لري. نوموړي له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل، چې يوموټی شي، د ستونزو د هواري لپاره دې ګډې هڅې وکړي، د پرمختګ او ښه چاپيريال له ګټو څخه دې زيات خلک برخمن او د ګډ پرمختګ لپاره دې ځمکنۍ کره اباده کړي.

هغه  وويل، چې چين د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ په برخه کې اغېزمن برياليتوبونه ترلاسه کړي، په يون نان ولايت کې د پيلانو د کوچېدو له جريان څخه څرګندېږي، چې د وحشي ژويو د ساتنې په موخه د دغه هېواد غوره اقدامات اغېزمن او بريالي دي.

هغه  زياته کړه، چې  اوبه او شنه غرونه د سرو زرو په شان ارزښت لري.  ښه چاپيريال نه يوازې طبيعي شتمني ده، بلکې  اقتصادي ګټې هم لري، نو نړيوال دې اقتصادي وده او د چاپيريال ساتنې چارې په همغږۍ پرمخ يوسي.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د چين حکومت د دغه هېواد په لسو ولايتونو کې د وحشي حيواناتو او نباتاتو د ساتلو په موخه يو شمېر ملي پارکونه جوړ کړي، چې عمومي مساحت يې ۲۳۰۰۰۰ کيلومتره مربع ته رسيږي او د دغه هېواد په قلمرو کې د نړۍ نږدې ٪۳۰ نايابه حيوانات او نباتات شته او ځانګړي پاملرونه ورته کيږي.

د کوپ ۱۵مې غونډې د لومړي پړاو په ناسته کې چې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ترسره شوه، د کون مينګ اعلاميه خپره شوه او پکې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه شوې چې د ګردې نړۍ د ژونديو موجوداتو د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس او د يو شمېر هېوادونو مشرانو په ويډيويي ويناوو کې له چين څخه مننه کړې، چې د یادې غونډې د تر سره کولو او د اړوندو موضوعاتو د پرمختګ لپاره يې هڅې کړي او غوښتي، چې په يووالي سره د بيولوژيکي تنوع ساتنې ته وده ورکړي.

ګوټريس يو ځل بيا له چين څخه مننه وکړه، چې له ۲۰۲۰م کال وروسته د نړۍ د بيولوژيکي تنوع د چوکاټ د جوړولو لپاره يې زياتې هڅې کړې دي.

په افغانستان کې لوی سياسي بدلون راغلی، د دغه هېواد ايکولوژيکي سيستم هم د نړيوالو د پاملرنې او اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د نشه يي توکو د سوداګرۍ او د کاني زېرمو د غير قانوني استخراج، همدارنګه د لرګيو د غير قانوني تجارتي معاملو له کبله د ځنګلونو مساحت کابو ۱۸۵۰ هکتاره کم شوی دی.

افغانستان  اوس کابو ۵ زره ډوله حيوانات او نباتات لري، خو په دغه هيواد کې د تېرو څلور لسيزو جګړو او د نړۍ اقليمي بدلون د دغو ژونديو موجوداتو موجوديت له ننګونو سره مخ کړی او افغانان بايد د دغو حيواناتو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.