د افغانانو د بشري حقونو د تضمین لپاره، د بشردوستۍ مرستې بايد جدي تطبيق شي
cri2021-10-14 23:20:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۲مه د جي شلو هېوادونو د افغانستان مسئلې په اړه په یوې ځانګړې سرمشريزې غونډې کې په اشارې وويل، چې افغانستان اوس په تاريخي تقاطع کې ولاړ دی، په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو پر وړاندې لا هم ډېرې ستونزې پرتې دي او په ترڅ کې يې د دې هيواد اقتصاد هم مخ پر ځوړ دی او د افغانانو د ژوند ستونزې په ډېرېدو دي. هغه په خپلو خبرو کې په دغه هېواد کې د سولې او پرمختګ د هڅونې په اړه څو وړانديزونه وکړل او لومړی وړانديز یې دا و، چې بېلا بېل هېوادونه دې په افغانستان کې د بشري بحران د نه رامنځته کېدو په پار، دغه هيواد ته د مرستې لاسونه وغځوي.

چين په تېره سپتمبر میاشت کې ژمنه کړې وه، چې افغانستان ته به د ۲۰۰ ميليونو یوانو په ارزښت مرستندويه مواد برابر کړي او د همدې مرستې لومړۍ جوپه یې د سپتمبر د ۲۹مې نېټې په شپه کابل ته وليږله. وزير وانګ يي په يادې سرمشریزې غونډې کې زياته کړه، چې چين د افغانستان لپاره غلې دانې، د ژمي ګرم لباسونه، د کرونا واکسين او درملو په شمول ځيني اړين توکي په چټکۍ تياروي او د ژمي په درشل کې به يې افغانستان ته ولیږي.

نوموړي وويل، چې امريکا د افغانستان د اوسني خراب حالت جوړونکې ده او بايد درس او عبرت ترې واخلي.

د امريکا او د افغانستان د لنډمهالي حکومت استازو د اکتوبر په ۹ او ۱۰ مه نېټه د قطر په پلازمېنې دوحې کې دوه ورځنۍ خبرې اترې وکړې او امريکا د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

د بريتانيا ټايمز ورځپاڼې د يوه طالب چارواکي په قول، چې نوم يې پټ ساتل شوی، ویلي، چې دوی د امريکا پر دريځ ډېر پرېشانه دی، خو له امريکايي چارواکو سره به اړيکو او تماس نېونې ته دوام ورکړي.

پخوانی افغان حکومت په تېرو شلو کلونو کې تل پر بهرنيو مرستو تکيه درلوده.   طالبان په تېر اګست کې واک ته ورسېدل او ټول هيواد يې تر سېنې لاندې راوست، نو ورسره سم، په بهرنيو بانکونو کې د دغه هېواد شتمنۍ کنګل شوې او نړيوالې مرستې هم ورسره وځنډېدې او اوس په دغه هېواد کې د سخت بشري بحران د رامنځته کېدو وېره پيدا شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ويلي، چې اوسمهال د افغانستان په کور دننه 3.5 ميليونه کسان بې کوره شوي او په دې مجله کې د ۶۰ سلنو عمرونه له ۱۸ کالونو کم دي. برسيره پر دې، سږ کال په دغه هېواد کې د سختې وچکالۍ خبره هم راپورته شوې او کابو ۱۴ ميليونه کسان يې له لوږې سره مخ کړي دي.

د افغانستان خرابو حالاتو ته په کتو، امريکا ويلي، چې افغانانو سره به ۶۴ ميليونه ډالره مرسته وکړي. د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې جن پساکي د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په یوې خبري ناستې کې وویل، چې له افغانستان سره د امريکا سږنۍ مرستې ۳۳۳ ميليونو ډالرو ته رسېدلي او امريکا د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکې ده. دلته پوښتنه پيدا کيږي، که امريکا له افغانستان سره د بشردوستۍ دومره مرستې کړي، نو ولې په دغه هېواد کې بشري حالت دومره سخت شوی دی؟ د امريکا مرستې په کومو برخو کې کارول شوي؟

 داسې ښکاري، چې امريکې ياد ۶۴ ميليونه ډالر په خوله يادوي، خو په حقيقت کې يې هیڅ هم نه دي کړي.

امريکا له طالبانو سره په يادو خبرو اترو کې ويلي، چې د افغانستان د حکومت رسميت پېژندنه به د دوی کړنو پورې تړاو لري.

د امريکا دغه خبره بيخي سمه ده، ځکه کړنې د خبرو په نسبت زيات اهمیت لري، خو خبره دا ده، چې ایا امريکا هم خپلې ژمنې پوره کوي؟  ژمنې اسانې دي، خو عمل پرې ګران دی.

امريکا په تېرو څو کلونو کې څو څو ځلې خپلې ژمنې ماتې کړي او اوس هم شک شته، چې ايا په رښتيا يې هم له افغانانو سره مرستې کړي؟

ژوند او خونديتوب د بشري حقوق بنسټ دی او امريکا خپل ځان د بشري حقونو ساتونکی او مدافع بولي.

اوس د افغانانو بنسټيز بشري حقونه له سترو ګواښونو سره مخ دي، نو امريکا يې بايد پړه پرغاړه واخلي.

هيله ده، چې امريکا دا ځل خپلې ژمنې پوره کړي، افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي، څو بنسټيز بشري حقونه يې وساتل شي او په دغه هېواد کې د بشري بحران د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.