د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ زړو کسانو ته ډېره پاملرنه کوي
cri2021-10-14 16:04:50
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ د نهمې میاشتې ۹مه نيټه د عمرخوړلو يا زړو کسانو له ورځې سره برابره ده. د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د زړو کسانو د ښې پالنې د چارو په پار مهم هدایت ورکړی او د همدې ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب يې د دې ورځې په مناسبت ټولو پاخه عمر کسانو ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې ټول نيکمرغه او ښه ژوند ولري.

په چين کې په ۲۰۱۹م کال کې د خلکو منځنی عمر ۷۷ اعشاريه ۳ کلونه و او اوس د خلکو روغتيايي ګراف د منځنيو او لوړو عايد لرونکو هېوادونو په ليست کې مخکښ ځای نيولی دی. شي جين پينګ څو ځلې زړکتونونو ته تللی او هلته یې له پاخه عمر کسانو سره خبرې کړي او د حال او احوال پوښتنه يې کړې ده.

چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې په استوګنيزو سيمو کې د زړو کسانو د پالنې لپاره يو لړ سندونه خپاره کړي او د عمرخوړلو کسانو د پالنې لپاره به ځانګړی خدمتي سيستم نور هم پراخ کړي.