د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو هېوادونو ۱۵مه غونډه کې د کون مينګ اعلاميه خپره شوه
cri2021-10-14 11:49:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو هېوادونو د ۱۵مې غونډې د لومړي پړاو ناسته کې چې د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ترسره شوه، د کون مينګ اعلاميه خپره شوه او پکې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه شوې چې د ګردې نړۍ د ژونديو موجوداتو د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. 

کون مينګ اعلاميه د یادې ناستې یو مهم بريالیتوب ګڼل کېږي او پکې ژمنه شوې، چې د یو اغېزمن عملي چوکاټ په ټاکلو او تطبيق سره به د بيولوژيکي تنوع د له منځه وړلو مخنیوی وشي او تر ۲۰۳۰م کال پورې به بيولوژيکي تنوع اعاده شي او تر ۲۰۵۰م کال پورې به د انسان او طبعیت د ګډ او همغږي ژوند اميد عملي شي. 

د چين د چاپېريال ساتنې وزارت مرستيال جاو ینګ مین وويل، د کون مينګ اعلاميه د چين لخوا وړاندې شوې او د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليکوونکو هېوادونو د ۱۵مې غونډې په جګپوړې ناسته کې تصويب شوې ده. (هيله)