د انرژۍ په برخه کې د چين او روسیې همکاریو ستر برياليتوب تر لاسه کړی
cri2021-10-14 11:42:52
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د روسيې د انرژۍ چارو اوونۍ په یو فورم کې له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې چين د روسيې تر ټولو د باور وړ ستراتيژيک همکار دی، دواړو خواوو په بېلا بېلو ساحو کې اغېزمنې همکارۍ کړې دي. 

نوموړي وويل، د روسيې او چين ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت د کرونا وبا له منفې اغېزو سره سره زیاتوالی موندلی او د انرژۍ په برخه کې د دواړو خواوو همکاریو ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی. د ساري په توګه، د روسيې نواتک شرکت له چین سره د مایع طبيعي ګازو همکاریزه پروژه لري، او روسيه د طبيعی ګازو د پايپلين د ختيځې کرښې له لارې چين ته هر کال د ۳۸ ميليارډو مکعب مترو په اندازه طبيعي ګاز ليږدوي. (هيله)