شي جين پينګ د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CRI2021-10-14 16:57:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو ۱۳۰م نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې دغه نندارتون ۶۵ کلن تاریخ لري او هر کال ترسره کیږي او په تېرو ۶ نيمو لسيزو کې يې د نړیوالې سوداګرۍ، نړيوالو اړيکو او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. 
هغه زياته کړې، چې د نړيوال وضعيت اوسنيو بدلونونو او کرونا وبا، نړيوال اقتصاد او سوداګري له ډېرو ننګونو سره مخ کړي او هيله يې ښودلې، چې دغه نندارتون به د نوي نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لامهم رول ولوبوي. نوموړي ويلي، چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه څو اړخيزم وساتي او د نړيوال اقتصاد د پرانيستي پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۰م نندارتون نن د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو.