چین د بشري حقونو په برخه کې د ځينو هېوادونو له دوه ګوني چلند سره کلک مخالفت کوي
cri2021-10-14 11:44:46
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د دغه سازمان د اسمبلۍ د درېيمې کمېټې په ناسته کې په اشارې وويل، چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې خپرېږي، روغتيايي ننګونو، د مختلفو هېوادونو نابرابر پرمختګ او د کرونا واکسين ناعادلانه ویش د بشري حقونو د نړيوالو چارو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ټول هېوادونه يې چلنج کړي . نړيواله ټولنه بايد د دغو ننګونو د ليرې کولو لپاره خپلمنځي یووالی وساتي. 

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې چين له دې سره کلک مخالفت کوي چې ځيني هېوادونه د بشري حقونو ساتنې ته  سياسي رنګ ورکوي، د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او د بشري حقونو په برخه کې دوه ګوني معیارونه غوره کوي. امريکا، بريتانيا، فرانسه او اروپايي ټولنه د یووالي او ډيالوګ په اړه د نورو غړو هېوادونو غوښتنې شا ته غورځوي او پر چين بې ځایه تورونه لګوي، چين د دوی له دا ډول کړنو سره ټينګ مخالفت کوي. (هيله)