چين د هانکانګ په اړه د بشري حقوقو شورا د کارپوه څرګندونې رد کړې
cri2021-10-14 11:17:45
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ځانګړي ميکانيزم کارپوه د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په خپلو ناسمو خبرو کې د هانکانګ د ملي امنيت قانون بدنومولی او د چين د کورنيو چارو په اړه يې په سپين سترګۍ بې ځايه څرګندونې کړې دي. چين د ده له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کړی او ناسمې خبرې يې غندلې دي.

په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين د دايمي پلاوي وياند ليو يوو ين وويل، دغه کارپوه د بشري حقوقو په پلمه د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړي او موخه يې د لوېديځو هېوادونو سياسي هدف ته خدمت کول دي. د ده دغه کړنه د م.م له منشور او اصولو او د يادې شورا د ځانګړي ميکانيزم له عملي اصولو څخه سخته سرغړونه بلل کېږي.

ليو يوو ين وويل، هانکانګ د چين برخه ده او چارې يې د چين کورنۍ چارې دي. په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې لپاره قانون جوړول د چين حق دی، کوم بهرنی هېواد يا سازمان پکې د لاس وهنې حق نه لري. (شکريه)