شي جين پينګ له انګېلا ميرکل سره ويډيويي خبرې وکړې
cri2021-10-14 11:04:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د جرمني له لومړۍ وزيرې انګلا ميرکل سره ويډيويي خبرې وکړې. 

شي جين پينګ له نوموړې سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د چين او جرمني ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی. چين خپلې ستراتيژۍ او دايمي پلان ته په کتو، له جرمني سره اړيکې پالي او غواړي  د انرژۍ او ډيجټلي اقتصاد په برخو کې له دغه هېواد سره همکارۍ نورې هم ژورې کړي. 

نوموړي په اشارې سره وويل، چې سوله او پرمختګ د چين او اروپا ګډې هيلې دي او د دواړو خواوو ترمنځ ګډې ګټې د اختلافاتو په پرتله ډېرې زياتې دي. هغه تمه وښوده چې اروپا د خپلو ګټو او د نړيوالې ټولنې د یووالي ساتلو لپاره زيات کوښښونه وکړي او د چين په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د سولې او پرمختګ پر وړاندې د شته ننګونو د ليرې کولو لپاره هڅې وکړي.

مېرمن ميرکل د اقليمي بدلون سره د مقابلې او د بيولوژيکي تنوع د ساتلو په اړه د چين کوښښونه وستايل او هيله يې وښودله، چې له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کاليزې د نمانځنې فعاليتونه ښه ترسره کړي، دوه اړخيزې او څواړخيزې همکارۍ ورسره نورې هم پياوړې کړي او د نړۍ پر وړاندې له شته ننګونو سره به ګډه مقابله وکړي. (هيله)