چينايان "د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ" په رڼا کې د هېواد واقعي خاوندان دي
cri2021-10-15 14:52:07
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس په کاري غونډې کې وويل، چې چينايان په واقعي ډول د خپل هېواد خاوندان ګرځېدلي او دا د يو ډيموکراتيک هېواد اصل دی.

د چين کمونېست ګوند د نړۍ د تر ټولو لوی واکمن ګوند په حيث د جوړېدو راهيسې دغې دندې ته لومړيتوب ورکړی، چې بايد خلکو ته د هېواد د واقعي خاوندانو مقام ورکړل شي. د نوي چين له جوړېدو وروسته، د خلکو حقونه د ملي ولسي کانګرس او د ګوندونو د خپلمنځي همکاريو او سياسي مشوراتي کنفرانس په ګډون د يو لړ مهمو سياسي کړنلارو په غوره کېدو سره ساتل شوي دي. د چين کمونېست ګوند په ۱۸م ملي کانګرس کې "د ټول بهير ولسي د ډيموکراسۍ" نوې مفهم رامنځته کړی او د عمل جامه يې وراچولې ده. شي جين پينګ په دې اړه وويل، چې له " ټول بهير ولسي ديموکراسۍ" څخه د سوسياليستي ولسواکۍ پراختيا، واقعيت او اغېزې ښکاري. (شکريه)