چین به د اولمپيک په زړه پورې ژمنۍ لوبې وړاندې کړي
cri2021-10-15 13:24:23
شريکول:

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مرستيال رئيس جون کواټس د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې ويلي، چې دغه کمېټه به د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو پر کوربه هېواد چین د بشري حقونو په پلمه هېڅ بې ځایه فشارونه وا نه چوي، ځکه دغه کمېټه خپلواک هېواد ته د امر کولو حق نه لري. د بېجينګ د اولمپيک  ژمنیو لوبو په تړاو د کوم هېواد احتجاج اهميت نه لري. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چین د ښاغلي کواټس ياد اند ستايي. د بېجينګ اولمپيک ژمنې لوبې به د راتلونکي کال په فبرورۍ کې ترسره شي، د دغو لوبو لپاره د سټوديومونو او بنسټيزو تاسيساتو جوړونه په چټکۍ روانه ده او مهم پرمختګ یې موندلی او د سياليو تشکيلاتي او خدمتي چارې هم ښې روانې دي. چين باور لري چې نړۍ ته به د اولمپيک په زړه پورې ژمنۍ لوبې وړاندې کړي. (هيله)