د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړې چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۹۰۰۷۷۵۹ ته رسېدلی چې تر تېرې ورځې ۴۶۳۳۷۸ زيات شوی او د مړه شويو کسانو شمېر ۴۸۷۱۸۴۱ ته رسېدلی او په تېرې يوې ورځې کې د دې ناروغۍ له امله ۷۶۳۸ مړه شوي دي.
(ليلا)