شي جین پینګ د ملګرو ملتونو دواملرونکي ترانسپورټ په نړیوال کنفرانس ګدون وکړه
CRI2021-10-15 10:14:46
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اکتوبر د ځوارلسمې نېټې په شپه د ملګرو ملتونو د دواملرونکي ترانسپورټ په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې ترانسپورټ اقتصادونه او تمدونونه نښلوي. اوس مهال نړیوال وضعیت ډیر بدلون شوې او کرونا وبا نړیوال اقتصاد او د خلګو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. رئیس شین جین پینګ وویل، موږ باید د نړیوال پرمختګ سره سم نړیوالې ترانسپورټي همکارۍ پیاوړې کړو، څو بنسټیز تاسیسات سره وصل کړو، د سوادګرۍ او پانګوني او همدارنګه د تمدنونو د پېوستون لپاره زیاتې زمینې برابري کړو.