په ګوانګجو کې د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۰م نندارتون پرانيستل شو
cri2021-10-15 14:48:11
شريکول:

په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۰م نندارتون د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په انلاين او اف لاين ډول پرانيستل شو او د اکتوبر تر ۱۹مې نيټې پورې به دوام ولري. د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې شاوخوا ۲۶زره چيني او کورنۍ تصدۍ په انلاين ډول برخه اخلي او په چين کې د سوداګرۍ د پرمخبيولو لپاره تر ټولو مهم ډګر ګڼل کيږي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د مرکز مسئول چو تو جيا ياد نندارتون ډېر ځانګړی وباله او ويې ویل، چې د ياد نندارتون په تر سره کېدو سره به، د چين ټول نندارتونونه په انلاين او اوف لاين ډول هر اړخيز اعاده شي او دا ترې جوتيږي، چې چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول او اقتصادي پرمختګ په برخه کې نوي پرمختګونه موندلي دي.(غاټول)