د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین حکومت لخوا مرسته شوې د کرونا واکسين نوې جوپه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د عراق پلازمينې بغداد نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد. په عراق کې د چين سفارت سرپرست شارژدافیر جيان فانګ نینګ او د عراق د روغتیا وزارت د روغتیايي چارو ریاست مشر رياض د دغه واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
ښاغلي ریاض د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته له عراق سره د چين له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې د دغې جوپې واکسين په رارسېدو سره به عراق کې وګړيو ته د واکسين ورکولو سویه او توان لوړ شي. چین د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د واکسين برابرولو او د واکسين د عادلانه ويش په برخو کې مهم رول لوبولی دی. (هيله)