د اروپايي ټولنې استازي له ايران څخه ليدنه وکړه
cri2021-10-15 11:28:11
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې مرستيال سرمنشي ماورا د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلی او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له مرستيال وزير محمد حسين باقري سره يې ليدلي دي. دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو، د ايران د ذروي خبرو اترو، د افغانستان مسئلې او د يمن وضعيت په اړه بحثونه کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې باقري په همدې ورځ له ماورا سره کتلي او ويلي يې دي، چې ايران په نړيواله ټولنه کې يو مسئولانه هېواد دی او په هر وخت او هر ځای کې د جدي خبرو اترو لپاره چمتو دی، څو له نړيوالې ټولنې سره د باور وړ تړون ته ژر ورسېږي. خو د امريکا له کړنو څخه څرګندېږي، چې دغه هېواد "مسئولانه" چلند نه کوي.

ماورا په دغه ليدنه کې د ايران په ذروي خبرو اترو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حيث ويل، چې ياده ټولنه چمتو ده، چې د ايران د اټومي تړون د مثبتې نتيجې د ژر رامنځته کولو لپاره له بېلا بېلو خواوو سره همکارۍ وکړي. (شکريه)