چین به د دواملرونکو ترانسپورټي چارو د نوښت او پوهنې مرکز جوړ کړي
cri2021-10-15 13:28:08
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په شپه د ملګرو ملتونو د دواملرونکي ترانسپورټي چارو په نړيوال کنفرانس کې ګډون او (( د دوامدار پرمختګ پر لار ګامونه پورته کول)) په عنوان  وينا وکړه.

شي جين پينګ وويل، چې چين به په دوامداره توګه د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې پلان باکيفیته تطبیق وهڅوي، د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې به له بېلا بېلو هېوادونو سره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د چاپېريال له ساتنې او ډيجټلي چارو له لارې به د ورېښمو لارې جوړونه چټکه کړي. نوموړي اعلان وکړ، چې چین به د دواملرونکو ترانسپورټي چارو د نوښت او پوهنې مرکز جوړ کړي او د ګردې نړۍ د ترانسپورټي چارو د پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي. (هيله)