د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو ۷۶مې اسمبلۍ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د رايګيرۍ له لارې د بشري حقونو شورا ۱۸ غړي وټاکل، د بشري حقونو شورا دغه نوي غړي به د هغو غړو پر ځای دندې پيل کړي چې د ماموريت موده يې د روان کال تر پایه پای ته رسيږي.
هند، قزاقستان، ماليزيا، قطر، عربي متحده امارات، بنين، کامرون، ايرتريا، ګامبيا، سومالي، ليتوانیا، مونتينيګرو، ارجنټاین، هندوراس، پاراګوای، فنلنډ، لوکزامبورګ او امريکا. د یادې شورا نوي غړي ټاکل شوي چې د دغو غړو د ماموريت موده به د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې پيل او درې کاله به دوام ولري. (هيله)