چين به د شن جو ۱۳مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ فضا ته واستوي
cri2021-10-15 14:56:00
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو ادارې د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په ماسپيښين د جيو چوان د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې خبري ناسته وکړه او اعلان يې وکړ، چې د شن جو ۱۳مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ به د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې په سهار وختي فضا ته وتوغوي، د دغې دندې مسئوليت به د چيني کيهانوردانو جای جي ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ پر غاړه وي.

د مالوماتو له مخې، ياد درې کيهانوردان به په فضايي سټېشن کې د ۶ مياشتو لپاره پاتې شي، وانګ يا پينګ به د چين لومړۍ ښځينه کيهانورده وي، چې په فضايي سټېشن کې به کار وکړي او د دې سټېشن دباندې به دنده تر سره کړي. (شکريه)