چين د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۱۶ مې نېټې د سهار پر صفر بجو او ۲۳ دقيقو د شنجو ۱۳ په نوم انسان وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته واستول او د جای جي ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ فو په شمول درې چیني فضانوردان هم د دغې فضایي بېړۍ له لاري فضا ته استول شوي.
اوس دغه بېړۍ ټاکلي مدار ته رسېدلې ده او فضانوردان یې په بريالۍ توګه د تیان هه په نوم مرکزي برخې ته ننوتلي دي. دوی به د پلان له مخې اړوند کارونه تر سره کړي.