هيله ده، چې امريکا په راتلونکي کې دوه ګونې معيارونه غوره نه کړي
CRI2021-10-16 14:37:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو اسامبلۍد اکتوبر پر ۱۴مه نېټه د ټاکنو له لارې د امريکا په شمول ۱۸ هېوادونه د بشري حقونو شورا غړي هېوادونه وټاکل شول. له دې وروسته په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازي ګرينفيلد ويلي، چې امريکا به په ښکاره توګه پر بشري حقونو د تېري له چلند سره مخالفت وکړي او په دې وروستۍ موده کې به د افغانستان، ميانمار، چين، اتيوپيا، سوريې او يمن حالت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې دا زما ښه په یاد دي، چې درې کاله مخې امريکا اعلان وکړ، چې د بشري حقونو څخه ووځي. هيله ده امريکا په دې فرصت سره څواړخيزتوب پلي کړي، له بېلابېلو خواوو سره رغنده ډيالوګ او همکارۍ تر سره کړي او د بشري حقونو شورا د چارو د ښه تر سره کولو لپاره فعال خدمتونه وکړي. که امريکا په راتلونکي کې لا هم دوه ګونې معيارونه غوره کړي، د بشري حقونو مسئلو ته سياسي رنګ ورکړي او پر نورو هېوادونو بريد او فشار راولي، نو دغه هېواد به له کلک مخالفت سره مخ شي. امريکا بايد په دننه او بهر کې پر بشري حقونو د خپل تېري چلند سم کړي او د نړۍ د بشري حقونو چارو لپاره خدمتونه وکړي.