د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵م کنفرانس د لومړي پړاو په غونډه کې ښې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي
CRI2021-10-16 15:18:52
شريکول:

د بيولوژيکي تنوع تړون د امضا کوونکو د ۱۵م کنفرانس رئيس او د چين د ايکلوژيکي چاپيريال  وزير هوانګ ژون چيو د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه وويل، چې نړيواله ټولنه هيله لري دغه کنفرانس به د بيولوژيکي تنوع د تمايل د کمزورتيا د معادلو کليدي پړاويز ټکی وګرځي او له ۲۰۲۰ م کال وروسته د نړۍ د بيولوژيکي تنوع چوکاټ د رسيدو هڅونه وکړي. د بېلا بېلو خواوو تر ګډو هڅو لاندې د دغه کنفرانس د لومړي پړاو په غونډه کې پلان شوي دندې په بريالي ډول بشپړې شوې دي.

نوموړي د دغې غونډې په خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د بيولوژيکي تنوع تړون د دارالانشا، د چين د حکومت او د دغه تړون د بېلا بېلو امضا کوونکو د ګډو کوښښونو له امله دغې غونډې په واقعي ډول تر سره شوې او سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.یاده غونډه  به په راتلونکې کال کې د دغه کنفرانس د دويم پړاو په غونډه کې له ۲۰۲۰ م کال وروسته د نړۍ د بيولوژيکي تنوع د چوکاټ جوړولو لپاره پراخې ګډې نظريې تر لاسه کړي.