چين د نړيوالو ټرانسپورټي چارو د هڅونې په هکله پنځه فقره ايز وړانديزونه وکړل
CRI2021-10-16 14:26:37
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۴مې نيټې په شپه په انلاين ډول د ملګرو ملتونو د د دواملرونکو ټرانسپورټي چارو د دويم نړيوال کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پنځه وړانديزونه کړي، چې بايد پر خلاصوونکو ګډو فعاليتونو ټينګار وکړو او د تګ راتګ هڅونې وکړو، پر ګډ پرمختګ باید ټينګار وکړو،د عدالت او ټولو ته د اسانتياوو د برابرولو هڅونه وکړو، پر نوښتونو  ټينګار وکړو او د پرمختګ انجمن پياوړی کړو او داسې نور. هغه په عين وخت کې واقعي تدبيرونه اعلان کړي، چې د نړيوالو دواملرونکو ټرانسپورټي چارو د پرمختګ په بهير کې د چين رول لوبوي.

د چين د ټرانسپورټي چارو د باکيفيته پرمختګ نظريې د نړۍ د پرمختګ له تمايل سره برابرې  دي. د بېلګې په توګه چين وړاندیز کړی، چې د ځمکني، سمندري، هوايي او انټرنېټي تګ راتګ دې  وهڅېږي، د بېوزلو سيمو په ټرانسپورټي چارو کې دې پانګونه زياته شي تر څو په دغو سيمو کې اقتصاد او د خلکو ژوند د سړکونو د پراختيا له امله سمسور شي، ډيجيټلي ټرانسپورټ او د توکو لېږد رالېږد د چارو پرمختګ هڅونه دې وشي، د ټرانسپورټي چارو د پرمختګ په بهير کې دې کيفيت او ګټې پياوړې شي، د انرژۍ سپمولو او د شنو خونو ګازو د ايستنې اندازې د کموالي هدف دې عملي شي، پر څو اړخېزم دې ټينګار وشي، له دايمي لحاظه د نړيوالو ټرانسپورټي چارو د دواملرونکي پرمختګ او د نړيوالو تمدنونو د تبادلو او ګډ پرمختګ هڅونه دې وشي.

اوسمهال چين په ټرانسپورټي چارو کې پياوړی هېواد دی او د ځان د پرمختګ له لارې د نړيوالو دواملرونکو ټرانسپورټي چارو د پرمختګ هڅونه کوي. چين په نړۍ کې د سمندر له لارې د توکو لېږد رالېږد په چارو کې تر ټولو له زياتو ځايونو سره تګ راتګ کوي،چې د توکو تجارت ارزښت یې تر ټولو زيات دی. د چين او اروپا تر منځ د اورګاډو د روانېدو شمېر عموماً له څلوېښت زرو څخه اوښتی دی، چې د اروپا د ۲۳ هېوادونو ۱۷۴ ښارونو ته رسېدلی شي. د چين او د ۱۴۰ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو تر منځ د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې څه دپاسه ۲۰۰ همکاريز تړونونه،چې اکثريت یې په ټرانسپورټي چارو پورې اړه لري. د چين او لاوس تر منځ  اورګاډی، د اندونيزيا د ياوان چټکې اوسپنيزې لارې او په افريقا کې له اتوپيا څخه تر جيبوتی پورې د اوسپنيزو لارو په شمول زياتو بنسټيزو تاسيساتو په څرګنده توګه د ځايي خلکو ټرانسپورټي شرايط ښه  شوي دي او د ځايي ټولنې او اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ يې هڅونه کړې ده.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ياد کنفرانس کې يو مهم تدبير اعلان کړ، چې چين به د چين د دواملرونکو ټرانسپورټي چارو د نوښت او پوهنې نړيوال مرکز جوړ کړي. په چين کې د ډنمارک لوی سفير توماس سټروپ مولير ويلي، له دې څخه څرګنديږي چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړيوالو ټرانسپورټي چارو د پرمختګ هڅونه وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا مسئوليت عملي کوي.

اټکل کيږي، چې د چين وړانديزونه به د اقتصاد او تمدنونو په نړيوال تګ راتګ کې د ټرانسپورټ رول پياوړي کړي او د نړيوال دواملرونکي پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د دغه هېواد خدمتونه تر سره کړي.