شي جين پينګ د اروپايي شورا له رئيس سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-10-16 14:48:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر پر ۱۵مه د اروپایي شورا له رئیس چارليس ميشل سره ټلیفوني خبرې وکړې. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د روان کال له پيل راهيسې، نړيوال وضعيت نوی بدلون موندلی او د چين او اروپا اړيکې هم له نويو ستونزو سره مخامخ دي. چین او اروپایي ټولنه دوه خپلواکه ځواکونه او هراړخیز ستراتیژیک همکاران دي. دا د دواړو خواو لپاره اړینه ده، چې ستراتیژیک ارتباط پیاوړی کړي او په ګډه د دواړو خواوو اړیکو سالم او ثابت پرمختګ ته وده ورکړي کوم، چې د چین او اروپا له ګډو ګټو سره سمون لري.

چارليس ميشل په افغانستان کې د وضعیت په اړه د اروپا نظرونه معرفي کړل. شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ، چې چین د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، د ټولو هېوادونو لخوا د سړکونو او سیسټمونو خپلواک انتخاب ته درناوی کوي او د مختلفو تمدنونو د ګډ ژوند او دوه اړخیزې زده کړې ملاتړ کوي. چین تل د افغان مسئلې په سیاسي حل کې رغنده رول لوبولی او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې د بیارغونې لپاره ښه بهرنی چاپیریال برابر کړي.