پنګ لي يوان د ۲۰۲۱ کال د يونيسکو سازمان د نجونو او ښځو د تعليمي چارو په اړه د جايزو ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ
CRI2021-10-16 14:32:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د نجونو او ښځو د تعليم د پياوړتيا ځانګړې استازې پنګ لي يوان د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه په ويډيويي توګه د ۲۰۲۱ کال د يونيسکو سازمان د نجونو او ښځو د تعليمي چارو په اړه د جايزو ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

پنګ لي يوان لومړی د برازيل او موزامبيک جايزه ګټونکو ته مبارکي وويله. نوموړې وويل، چې چين په ۲۰۱۵ کال کې له يونيسکو سره د نجونو او ښځو د تعليمي چارو جايزه جوړه کړه، او له دې وروسته د دې جايزې تر اغېزې لاندې نور زیات شخصیتونه د نجونو او ښځو د تعلیمي چارو په برخه کې هڅه کوي. زرګونو نجونو او ښځو پوهنې او تخنيکونه تر لاسه کړي او خپل توان يې لوړ کړی دی. هيله ده چې نړيواله ټولنه د نجونو او ښځو د تعليم چارو ته نور هم زياته پاملرنه وکړي، څو د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ د موخې د پلي کولو لپاره نوي خدمتونه برابر کړي.