نن ماسپښین د کندهار په یوه جومات کې یوه چاودنه وشوه، چې له امله یې شپاړس کسان وژل او څلوېښت نور ټپیان شوي دي
نن د افغانستان پر وخت د غرمې پر یوه بجه او ۱۵ د قیقې په کندهار ولايت کې د بي بي فاطمې په نامه د شعيه مسلمانانو په لوی جومات کې دوې چاودني وسوې.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس عبدالحی عباس وایې د پيښې له ځایه ۳۲ مړي او ۴۵ زخمیان چنایې شفاخانې ته راوړي سوي. بلخوا بیا د یاد روغتون سرطبب ډاکټر قاسم وایې په یاد جومات کې د غبرګو چاودونو له امله و روغتون ته د راوړل سو مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۶۹ تنو ته رسیدلي.
د یادو چاودونو پړه تر اوسه کومي ډلي نه ده منلې.