د افغانستان مسئلې په اړه به درې اړخیزې پراخې خبرې په مسکو کې ترسره شي
cri2021-10-16 14:47:50
شريکول:

 د افغانستان مسئلې په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کابولوف پر ځايي وخت د اکتوبر پر ۱۵مه وویل، چې د افغانستان مسئلې په اړه به درې اړخیزې پراخې خبرې به د روانې میاشتې پر ۱۹مه په مسکو کې ترسره شي. د روسیې، چین، امريکا او پاکستان استازي به په ياده غونډه کې برخه واخلي. ګډونوال به د افغان مسئلې په اړه خبرې اترې وکړي او د دې مسئلې په اړه د اجماع دریځ ته د رسیدو لپاره سخت کار وکړي. سربېره پردې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د CIS د دریمې څانګې مشر په همدې ورځ وویل، چې امريکا په منځنۍ اسيا کې د روسیې پر متحدینو فشار اچوي او غواړي په دغه سیمه کې د ترهګرۍ ضد اډه جوړه کړي. دا د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې، چین او ایران لپاره د منلو وړ ندي.