د کندهار په يوه جومات کې چاودنو او ډزو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي
CRI2021-10-16 14:36:29
شريکول:

د طلوع نیوز د خبر له مخې، د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په یوه جومات کې چاودنې شوې. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يوناما یاد بريد غندلی او ويلي يې دي، چې د دې چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دغې چاودنې په اړه پلټنه روانه ده. 

تر اوسه پورې افغانستان په يادو چاودنو کې د مرګژوبلې صحيح شمېره نه ده خپره کړې او د يادې چاودنې پړه هم تر اوسه کومي ډلې نه ده منلې.