چين شنجو – ۱۳ فضايي بېړۍ فضا ته واستول
CRI2021-10-16 09:31:03
شريکول:

چين د بېجينګ پر وخت د اکتوبر پر ۱۶ مه نېټه  سهار وختي د شنجو ۱۳ په نوم انسان وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته واستول.

درې چیني فضانوردان هم د دغې فضایي بېړۍ له لاري فضا ته استول شوي او دوی به د چين په فضايي ستېشن کې د شپږو مياشتو لپاره پاتې شي.

د يادونې وړده چې په دغو دريو کيهان نوردانو کې يوه ښځينه کيهان نورده هم شامله ده. دغه کیهان نورده وانګ يا پينګ نوميږي او لومړۍ ښځينه کیهان نورده به وي، چې  د دغه هېواد فضایي ستېشن ته ننوځي. نوموړې په ۲۰۱۳م کال کې د يوې فضايي دندې پر مهال له فضا څخه د چين ۶۰ ميليونو زده کوونکو ته یو فضايي درس ورکړ.