د المپيک د نړيوالې کميټې اجرايئه کمېسيون د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د يونان په پلازمېنه آتن کې يوه غونډه تر سره کړه. د المپيک د نړيوالې کميټې د سپورټي چارو مسئول کيټ مک کونل له يادې غونډې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د بېجينګ د المپيک د ژمنيو لویو ازمايښتي سيالۍ په وار سره پيل شوي، په دې سياليو کې د ګډون کوونکو لوبعاړو، د سپورټي ميدانونو او د لوبو د انتظامي چارو په اړه مثبته قدرداني څرګنده کړې او سترګې يې په لار دي چې د بېجينګ د المپيک په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي.