افغان پلاوی له ازبکستان څخه ليدنه وکړه
cri2021-10-17 11:47:12
شريکول:

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر پر ۱۶مه د ازبکستان حکومتي چارواکو د افغانستان د لنډ مهاله حکومت له پلاوي سره د اقتصاد، سوداګرۍ او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې کړې.

د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې د ازبکستان په جنوبي ښار ترمیز کې ترسره شوې. د ازبکستان پلاوي مشري د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر عمرزاکوف کول او د افغان پلاوي مشري د لنډ مهاله حکومت د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کول. د خبرو اترو اساس د اقتصادي او سوداګریز تګ راتګ پیاوړتیا او د ترانسپورټ، انرژۍ، مالیې او ټولنې په برخو کې د اړیکو او همکارۍ پراخول وه.