د ملګرو ملتونو د دواملرونکو ترانسپورټي چارو دوهم نړیوال کنفرانس د بېجینګ اعلامیه خپره کړه
cri2021-10-17 11:45:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو د دواملرونکو ترانسپورټي چارو دوهم نړیوال کنفرانس د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د چین په مرکز بېجینګ کې پای ته ورسید. په همدې ورځ د دې کنفرانس په رسمي ویبپاڼه کې د بېجینګ اعلامیه خپره شوه چې په کښې د دوامدار ترانسپورټ اهمیت معرفي شوی. په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې دوامدار ترانسپورت ګړندی کول د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره یوه مهمه لار ده چې د نويو ټېکنالوژیو مناسب کارول د ډېرو ننګونو د حلولو کیلۍ ده، بېلا بېل هېوادونه بايد نړیوالې همکارۍ ترسره کړي. په راتلونکي کې ، ټولې خواوې کولای شي د کرونا وبا پر ضد د مبارزې له تجربو او درسونو څخه زده کړه په پام کې ونیسي، د ملي پراختیا په پلانونو کې د دوامدار ترانسپورټ اهداف شامل کړي او د دوامداره پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال اجنډا او د پاريس تړون په ښه توګه پلی کړي.