د چين فضايي پرمختګ هېوادونه حيريان کړل
CRI2021-10-17 14:39:00
شريکول:

د چين د شنجوـ ۱۳ انسان وړونکي فضايي بېړۍ بريالۍ توغوني د نړیوالې ټولنې ډېره زياته پاملرنه ځان ته راجلب کړه. د يو شمېر هېوادونو رسنيو د چین د دې ستر پرمختګ په اړه سمدستي خبرونه او رسنیزي تبصرې خپرې کړي. د روسيې سپوتنيک نيوز(Sputnik)  او تاس اژانس(TASS)، د بريتانيا رویټرز اژانس، د امريکا يونايتيد پرېس اينټرنشنل ( United Press International)، د امريکا د خپرونو شرکت(ABC) او د کولمبيا خپرونو شرکت(CBS)، د عربي متحده امارات د ګالف تايمز، د سينګاپور د چينل نيوز اسيا (CNA) او د امريکا د ناسا اړوند ويبسايټونو په لومړی وخت، د شنجوـ۱۳ فضايي بېړۍ د بریالۍ توغوني او د چين د فضايي سټېشن په اړه خبرونه خپاره کړل. رسنيو ويلي، چې  سږکال دوهم ځل دی چې چين انسان وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته استوي، د فضانوردۍ په برخه کې د چين پرمختګ ډېر چټک دی. د اروپا د فضا ايجنسي د اکټوبر د ۱۵مې نېټې په شپه هم په ټولنيزو رسنيو کې د دې فضايي  بېړۍ د توغولو په اړه د چين ميډيا ګروپ ويډيويي خبرونه شريک کړی او د شنجوـ۱۳ فضايي بیړۍ د استولو کاري ګروپ ته يې مبارکي وويله.